په هوايي ډګر کې د اسکرین د پرانیستنې مراسم

په هوايي ډګر کې د اسکرین د پرانیستنې مراسم
د کابل په هوایي ډګر کې د افغان تور دولتيٍ شرکت لخوا (۶×۴) سکرین په ښه کیفیت او ډيزاین د مشخصو موخو لپاره لکه د افغانستان اصیل کلتور او فرهنګ، توریستي او سیاحتي جاذبې، تاریخيٍ آبدات د ښایسته انځورونو سره(۲۴) ساعته بهرینو او کورنیو سیلانیانو او مینوالو ته به نندارې کوي چې په ۲۷/۹/۱۴۰۲ نېټه د ریاست والوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا د نورو پروژو تر څنګ په داسې حال کې پرانیستل شو چې د ترانسپورتي او هوایي چلند محترم وزیر حمیدالله آخند زاده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري مرستیال محترم مولوي سعدالدین سعید، د افغان تور دولتي شرکت لوی رئیس حاجي محمد نبي بهآ او د کابل هوایي ډګر محترم رئیس مولوي عبدالهادي محمد او نور لوړ پوړې چارواکي هم حاضر وو.