د افغان تور امارتي شرکت مخینه
افغانستان د منځنۍ آسیا په زړه کې د توریزم صنعت په برخه کې ارزښتمن دریځ او د تاریخ په اوږدو کې مناسب جغرافیایي او سوق الجیشي اهمیت درلود/ لري، د منځنۍ آسیا په سیاحتي جوړښت او کلتور جوړونه کې یې مهم رول لوبولی دی، د جغرافیایي موقف له لحاظه یې په منځنیو پېړیو کې د دنیا د باعظمته او پرمختللو هېوادو تر منځ د څلور لارې حیثیت درلود او همدارنګه د افغانستان تاریخ، فرهنګ، تاریخي آبداتو او توریستي جاذبو ته د بهرنیو سیلانیانو جلب او د توریزم صنعت د ودې او پرمختګ په پار د افغان تور اداره په (۱۳۳۷) هـ ش کال د هغه وخت د دولت په اډانه کې د ګرځندوی انتفاعي سازمان په نوم را منځته شوه. د تآسیس او ایجاد سره سم د نړیوالو سیلانیانو د راتلو لړۍ پیل شوه، چې د (۱۳۴۰) هـ ش کال څخه تر( ۱۳۶۰) هـ ش کاله پورې په هېواد کې د توریزم صنعت اوچته مرحله ګڼله کېږي.
په (۱۳۵۸) هـ ش کال د ګرځندوی سازمان تصدي په نامه او په (۱۳۶۴) هـ ش کال کې د افغان تور تصدي په نوم ونومول شوه. د افغان تور تصدي د انتفاعي او په ځان بسیا ادارې په توګه په هېواد کې دننه او بهر د سیلانیانو را جلبول او د توریزم د پراختیا په برخه کې د سیلانیانو د ګرځېدا او سفر په چارو پورې اړوند خدمتونه سرته رسول.
په (۱۳۹۹) هـ ش کال کې د افغان تور دولتي تصدي څخه د افغان تور دولتي شرکت ته شخصیت تغیر وکړ، چې اوس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د (۲۱) ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۰۲ ګڼې فرمان په اساس د افغان تور امارتي شرکت د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي خپلواکې ادارې تر واحد چتر لاندې را غلل او خپل فعالیتونه سرته رسوي.