ترانسپورتیشن
د ترانسپورت خدمتونه
د افغان تور اداره د ګرځندویانو لپاره د غوره خدماتو د پیاوړتیا او ترسره کولو لپاره د ټرانسپورټ سکتور کې فعالیت کوي او د ترانسپورت په برخه کې په دوه عمومي اصولو کې خدمات وړاندې کوي:
لومړی: د دولتي ترانسپورتي خدماتو ترسره کول
د هېواد په هوايي ډګرونو کې کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانساتور اداره د منظم ترانسپورتي سيسټم له مخې چې د دې ادارې تر څارنې لاندې فعاليت کوي، د سيلانيزو سيمو او ولايتونو ته د سيلانيانو د لېږد لپاره مجهز وسايط برابروي موټر چلوونکي هم د دې دفتر لخوا چمتو کیږي چې د سیلانیانو استخدام او خدمت کوي
دوهم: د ټرانسپورټ شرکتونو لپاره د جوازونو چمتو کول چې د سیلانیانو د لیږد لپاره فعالیت کوي
دا مهال د کابل کب او احمدزي په نوم دوه ترانسپورتي شرکتونه د دې ادارې له خوا جواز لري او د افغان ټور د ادارې تر څارنې لاندې د لسګونو موټرو په لرلو سره سيلانيانو ته خدمت کوي.